ایکنا خبری اژانس له لاهوره راپور راکړ ، د داسلامی هنر دنړیوالې ورځې په مناسبت د اسلامی هنرونو پنځه ورځنۍ نړیوال نندارتون ، د ایران داسلامی جمهوریت ، پآکستان او ترکیې درو هیوادونو په مشارکت سره وړمه ورځ د پاکستان په لاهور کې په الحمرا کلتوري ،هنري مرکز کې افتتاح شوی دی .
په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول جعفر روناس ، دترکیې د کلتوري خونې استازي اولاش ارتاس او د پآکستان د خوشنویسانو د ټولنې عمومی منشي عرفان قریشي ، د الحمرا سنټر اجرائي مدیر اعجاز احمد او یوشمیر نورو هنرمندانو او علمي شخصیتونو په دغو دستورو کې شتون درلود.
دغه نندارتون به چې تر پنځو ورځو پورې دوام ولري ، خوشنویسۍ ، نقاشۍ میناکارۍ ، اسلامي معمارۍ ، د ښټو د لوخو او د کاشي کارۍ پشمول ښکلي او تجسمي هنرونو په موضوع سره آثار شامل دي او په دغه نندارتون کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې د سټال تود هرکلی شوی دی .
جعفر روناس ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې خوشخطي ، د وحي دکلام د آيتونو انځورول او دمسلمانانو لپاره تر ټولو غوره ګډ هنر وباله او وې وئيل په اسلامی هنر کې خوشخطي په مختلفو ځایونو په تیره بیا د جوماتونو په کتیبو او ګبنسیو کې ترسترګو کیږي .
ټاکل شوې ده په راتلونکي پنچشنبې ورځې ددغه نندارتو ن ترڅنګ د خطاطۍ له هنر سره دمینه والو لپاره دخوشنویسۍ ورکشاپونه هم ترسره شي .